د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دفاع وزارت: جيو ټي وي دې بند شي.


د جيو ټي وي خبريال، حامد مير
د جيو ټي وي خبريال، حامد مير
د پاکستان د دفاع وزارت د دې ملک د بريښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پیمرا) څخه غوښتنه کړي چې د جيو ټيليويژن اجازت نامه (لايسنس) دې ختم او دا چينل دې بند کړي.

دا خبره له هغې وروسته شوي چې د تېر خالې (شنبې) په ورځ د جيو ټيليويژن يو مشر خبريال حامد مېر کراچۍ کې د وسله والو په بريد کې زخمي شو. له دې پيښې وروسته د حامد مېر کورنۍ د پاکستان پر جاسوسي ادارې (آيي، ايس، آيي) تور ولګاوه چې دا حمله دوی کړي. پوځ دا رد کړي ده.

اسلام آباد کې د دفاع وزارت لخوا جاري شوي يو بيان کې راغلي چې پر آيي، ايس، آيي لګيدلي الزامونه بې بنياده دي چې له کبله کې يې د رياستي ادارې تشخص ته زيان رسيدلی نو ځکه بايد جيو ټيليويژن بند شي.
د پاکستان د جاسوسي ادارې (آيي، ایس، آيي) مشر، ظهيرالاسلام
د پاکستان د جاسوسي ادارې (آيي، ایس، آيي) مشر، ظهيرالاسلام

ديوې مدنې ټولنې، سيوک ايکشن (Civic Action) مشر عدنان رحمت په دې اړه وايي چې نيزدې راتلونکی وخت پاکستان کې د خبريالانو او مطبوعاتو لپاره ډير خطرناک دی ځکه چې د حتمد مير په شام مشر خبريال باندې چې حمله کيدلی شي نو هيڅوک محفوظه نه دي.

هغه زياته کړه چې د حامد مير پر مسله نه يوازې مطبوعاتي ادارې په خپل منځ کې اختلافات لري بلکې د اولسي او پوځي ادارو ترمنځ هم مسلې را څرګندې شوي.

اسلام اباد کې خبريال هارون رشيد وايي د دې چينل لايسنس د منسوخولو غوښتنه د حکومت او پاکستاني مطبوعاتو دواړو ناکامي ده او دې سره به دواړه خواوې بدنامه شي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان پر جاسوسي ادارې (آيي، ايس، آيي) تر دې وړاندې هم د ځينو خبريالانو په وژلو او يا پر هغوی د فشار اچولو تورونه پورې شوي خو ياده اداره دا نه مني.
XS
SM
MD
LG