د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله والو په برید کې ۱۲ عراقي سرتېري وژل شوي


عراقي چارواکي وايي، له موصل ښاره د باندې پر پوځي اډې د وسله والو په حمله کې لږ تر لږه ۱۲ سرتېري وژل شوي او له ۱۰ زیات ژوبل دي.


اسوشي اېټډ پریس اژانس د پوځ او پولیسو له خولې وايي، نننۍ حمله هغه وخت پیل شوه چې یوه ځانمرګي برید ګر له چوونکو موادو د ډک ټرک چاودنه وکړه.

تر دې وروسته وسله والو ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې له پوځیانو سره نښته پیل شوه. اسوشي اېټډ پریس وايي، په نښته کې اته وسله وال هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG