د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون: افغان ولس په بریالیو ټاکنو د ستایلو دی


ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون
ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون افغان راى ورکوونکو ته د اپریل پینځمې نېټې په انتخاباتو کې د ګډون له کبله مبارکي وويله.


ښاغلي مون په يوه بيان کې په لومړي ځل په ډيموراتيکه توګه د قدرت د انتقال لپاره د افغانستان دغه انتخابات تاريخي او مهم ګام بللى دى.

بان کي مون وويل، رايه ورکوونکو د ګواښونو او خطرونو پروا ونه کړه او د تاوتريخوالي عاملانو ته يې پيغام ورکړ، چې ګټونکي به نه وي.

د وسلوالو طالبانو له ګواښونو سره سره د انتخاباتو پر شرايطو د برابرو ١٢ مليونو کسانو له ډلې نژدې اووه مليونه کسانو په انتخاباتو کې برخه واخيستله.

د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي په انتخاباتي مرکزونو کې د رايو شمېرل پايته رسېدلي او لومړني نتايج به ډېر ژر اعلان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG