د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پروېز مشرف له وطنه بهر نشي وتلای'


د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف نن سهار وختې د راولپنډۍ له پوځي روغتونه په چک شهزاد کې خپل کور ته يووړل شو.

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف نن سهار وختې د راولپنډۍ له پوځي روغتونه په چک شهزاد کې خپل کور ته يووړل شو.


د هغه د کاروان تر تېرېدو وروسته په لاره کې وار دمخه ښخ شوی بم وچاودېدی چې د ځايي پوليسو په وينا څه ډول مالي او ځاني زيان یې نه دی اړولی.

بلخوا پرون د پاکستان مرکزي حکومت د پرويز مشرف نوم له هېواده بهر وتو نوملړه (ايګزټ کنټرول لسټ) د ايستلو درخواست رد کړی او ويلې يې دي چې ولسي ګټو ته په کتو سره دا درخواست نشي منظورېدای ځکه چې د مشرف په ضد د هيواد په بېلا بيلو عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

پر مشرف له پاکستانه بهر تللو بنديز دی او څو ورځې وړاندې پر نوموړي د غدارۍ په تور کې د عدالت لخوا فرد جرم هم ولګول شو.
XS
SM
MD
LG