د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ روس دې د اوکراین د انرژي خلاف له ګېسه د وسلې کار نه اخلي”


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر روسیې انتقاد کړی دی چې د اوکراین لپاره یې د ګیس بیه لوړه کړې ده او ویلي یې دي چې انرژي باید د وسلې په توګه ونه کارول شي.


نن د چارشنبې پر ورځ په برسلز کې د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو تګلارې مشرې کیترین اشټن او د اروپايي کمېشن د انرژۍ څانګې له مشر ګونتر اوټېنګر سره د لیدو پر وخت کیري وویل، د اقتصادونو، امنیت او د اروپا او امریکا خلکو نېکمرغۍ لپاره د توانایۍ کافي مقدار ورکړه ((ډېره مهمه)) ده.

کیري د اوکراین وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له پولینډ او هنګري، اوکراین ته د توانایۍ ورکولو او له سلوواکیا د انرژۍ نوې لار جوړولو لپاره کار روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG