د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چیلې کې تر زلزلې وروسته بیړنی حالت اعلان شوی دی


د لاتیني امریکا هیواد چیلې ولسمشرې میچېل بچېلېت د هیواد په شمالي برخو کې تر زورورې زلزلې وروسته بیړنی حالت اعلان کړی دی.


د رېښتر په درجې د بېګانۍ زلزلې زور ۸،۲ وو چې پکې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي دي. بچېلېت وايي، لا ډېر وختي دی چې د زلزلې زیانونو سمه اندازه وشي. چارواکي وايي، وژل شوي کسان یا خو تر دېوالونو لاندې شوي دي او یا هم ورباندې د زړه حملې راغلې دي.

د چیلې چارواکو د څونامي خبرداری بیرته اخیستی دی ځکه چې نن وختي تر زلزلې ۴۵ دقیقې (منټه) وروسته د هیواد شمالي ساحل ته د اوبو یوازې دوه میټره لوړه څپه ورسېده. د زلزلې له کبله د هیواد په شمالي برخو کې برېښنا قطع شوه او ډېری کسان تر کورونو دباندې ویده شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG