امريکا وايي سره له دې چې پاکستان د ترهګرۍ سره مخ دی، د دې هيواد ايټمي وسلې محفوظه دي.د امريکا د بهرنيوو چارو وزير جان کيري پرون د دوشنبې پر ورځ په هالينډ کې د ايټمي وسلو د امنيت پر موضوع د نړيواله غونډې په څنډه کې د پاکستاني وزيراعظم نوازشريف سره تر ملاقات وروسته وويل:
په دې موقع وزيراعظم میا نوازشريف له پاکستان سره د جان کيري له دوستۍ مننه وکړه او ويې ويل چې دوی د خپل نهه مياشتني حکومت په موده کې په خپل هيواد کې د ورپيښو چيلنجنونو سره ښه مقابله کړې ده.
هغه زياته کړه چې د امريکايي چارواکو سره يې په دې وروستيوو کې په ملاقاتونو کې ګټورې خبرې شويدي.