د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ ته نژدې د ټرېفک په یوه پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي


نن سهار له کراچۍ سره نژدې د بلوچستان صوبې په حب سېمه کې پر ار سي ډي سړک څلور جنګیدلي دي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د ژغورنې د ادرې ایدهي چارواکي انور کاظمي مشال راډیو ته وويل چې په دې پیښه کې ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي .

هغه وویل ً اوس مهال د مړو شمېره ۳۰ ته رسېدلې ده. په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي ، په پیښه کې یو شمیر وژل شوي او ژوبل شوي کسان د کراچۍ سیول هسپتال ته وروړل شوي ديً.

د روغتون چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې مړي او زخمیان تر پېښه وروسته په بسونو کې د لګیدلي اور له امله سوزیدلي دي.

د پیښې په ښکار شوو ګاډو کې درې بسونه او یو له تیلو ډک ټرک شامل دی . د سیمې ډي ایس پي ضیا مندوخېل رسنیو ته ویلي چې دا بسونه له کوټې ، تربت او ګوادر څخه کراچۍ ته روان و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG