د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۳ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې تيره شپه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځوکونو ځانګړي عمليات تر سره کړي چې په نتيجه کې يې د درې تنه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي او درې ميله کلاشنکوف، يو راکټ لانچر او دوه ميله تمانچې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.


جنرال شيرزاد وايي چې په يادو عملياتو افغان امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG