د لاسرسي ځای

تازه خبر

'درې زره شکایتونه رااستول شوي'


افغانستان کې د انتخابي شکایتونو خپلواکه کمیشن وايي د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د امیدارانو په اړه یې له بېلابېلو ولایتونو نه تردې دمه له درې زرو زیات شکایتونه ترلاسه کړي دي.


د یاد کمیشن، کمېشنرې ریدا عظیمي د دوشنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د رسېدلو شکایتونو په اړه یې څېړنې روانې دي.

نوموړې وویل، پنځلس شکایتونه عدلي او قضايي ادراو ته راجع شوي خو نزدې دوه زره اووه سوه شکایتونه ځکه رد شوي دي چې په اړه یې ضروري اسناد نه وو وړاندې شوي.

د انتخابي شکایتونو کمیشن تېره اوونۍ د ولایتي شوراګانو لپاره د امیدوارانو له فهرسته اوه اتیا (۸۷)تنه لرې کړل.

په پرونۍ خبري غونډه کې په دې اړه هم ډېرې پوښتنې وشوې چې ولسمشرحامدکرزی او نور چارواکي د یوه خاص امیدوار ملاتړ کوي او د انتخاباتي شکایتونو خپلواکه کمیشن چوپه خوله پاتې دی خو د دې کمیشن مشر عبدالستار سعادت وویل دا یوازې ادعاوې دي او په اړه یې قوي ثبوت نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG