د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد لپاره نوی امنیتي پلان


د اتوار/دوشنبې پر ورځ د کورنيو چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اسلام اباد ښاريانو د سر او مال ژغورل ډاډمنلو لپاره به د پاکستاني پوځ رېټایېرډ(کورناستي) افسران په پوليس څانګه کې ګمارل کېږي.


د اتوار/دوشنبې پر ورځ د کورنيو چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اسلام اباد ښاريانو د سر او مال ژغورل ډاډمنلو لپاره به د پاکستاني پوځ رېټایېرډ(کورناستي) افسران په پوليس څانګه کې ګمارل کېږي. او له دې پرته د ښار په مارکېټونو او اهمو ځايونو کې به د پوليس تر څنګ رېنجر سرتېري هم ګشت کوي.


چودري نثار علي خان اړونده چارواکو ته هدايت وکړو چې د نوي پلان لپاره دې ګاډي او جديد سامان الات هم واخستل شي.

د کورنو چارو وزارت د اوسني ګام په باب د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بريګېډیېر سعد محمد له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، اسمبلۍ ته خبره کول اسانه وي خو پر هغه عمل کول ګران کار دی او بله دا چې وړاندې ورځو کې د اسلام آباد کچارو کې د ترسره شوې حملې په وجه بهرنو هېوادونو پر پاکستان دباو وو چې د دوی وګړو او ډیپلوماټانو ته دې تحفظ ورکړي نو کېدای شي چوهدري نثار دا ګام د هغوی غوښتنو به کتو پورته کړی وي.

بريګېډیېر سعد زياتوي، چې حکومت يو طرف ته د مذاکراتو خبره کوي خو د دې باوجود د امنيت په لړ کې اندېښمن دی.

د سيمه چارو کارپوه ګل مينه بلال وايي، د حکومت نوی امنیتي پلان ښه کار دی خو حکومت يواځې تر اسلام اباده محدودول نه دی پکار.

د دې په خبره حکومت چې څومره تحفظ د اسلام آباد ښاريانو کوي، هعمدومره بابد د هېواد نور وګړي هم خوندي کړي او که داسې نه وي نو بيا دې آیين کې داسې بدلون راولي چې ورسره يواځې د اسلام اباد وګړو حفاظت کېږي او نور خلک دې خپل حفاظت پخپله کوي.

د داخله وزارت لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پر نوي امنیتي پلان به د اپريل مياشتې له پنځلسمې نېټې پلی کېږي.

ياده دې وي چې دا اعلان پر داسې مهال مخې ته راغلی دی چې د حکومت او طالبانو ترمنځه مذاکراتي عمل هم روان دی.

راپور: ریاض موسا خېل
XS
SM
MD
LG