د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سند کې یو درمسال ته اور واچول شو


هندوان د دیوالي پرمهال
هندوان د دیوالي پرمهال

دپاکستان د سند ایالت په لاړکانه ښار ګوټي کې یو شمیر ځايي خلکو د قهرجنو مظاهرو پرمهال د هندوانو یو عبادت ځای ته اور اچولی دی.

پولیس چارواکي وایي د سیند صوبې په لاړکانه ښارګوټي کې کړکیچ د خالي په ماښام هغه وخت زیات شو کله چې په نشه د روږدي یو تن لخوا د سپځلو پاڼو د سپکاوي خبر خور شو.

پولیس زیاتوي تورن سړی دوی نیولی او د پیښې په اړه ترې پلټنې شورو کړي دي . د سپځلو پاڼو د سپکاوي تر خبر روسته د لاړکانې د ښارګوټي یو شمیر قهرجنو خلکو دغلته واقع د هیندو مذهب عبادت خانې یا درمسال ته اور ورته کړې، چې له امله یې د درمسال ځینو برخو ته زیان اوښتی دی .

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مذهبي لږکیو استازي او د وزیراعظم مشیر ډاکتر رمیش کمار نن(یکشنبې ) ماسپخین مشال ریډیو ته وویل په سېمه کې یې د زیاتیدونکي کړکیچ له امله دوي دغلته د بیګا راهیسې امنیتی تدابیر سخت کړي دي.

((که کوم تن دغسې غلط کار کړی وي او د کوم مذهب د مقدسو پاڼو سپکاوې یې کړې وي نو د هغې سره د قانون سره سم چلند کیږي، ددې ټولو خبرو حل په قانون کې شته ، دا ددې حل نه دی چې دداسې پیښې په غبرګون د بل مذهب په سپځلو ځایونو حملې وشي او هغه وسوزول شي.))

ډاکتر رمیش کمار زیاته کړه د سېمې کړکیچن وضعیت ته په کتو سره دوي دغلته واقع د جوماتونو او درمسالونو د امنیت لپاره د پولیسو خصوصي دستې ګمارلي دي .

د هغه په وینا سېمې ته د پولیسو تر څنګ د رینجر ځواک سرتیري هم رسیدلي او حالات د قانون نافذونکو ادارو په قابو کې دي .

بلې خوا ته په کراچۍ کې د هیندومذهبه خلکو تنظیم پاکستان هیندو کونسل چارواکي وایي نن یکشنبه او دوشنبه (اتوار او ګل) ددوی د مذهبي خوشالۍ ورځ هولي نمانځل کیږي، او په دې ورځ د لاړکانې پیښې دوي سخت اندیښمن کړي دي . د یاد تنظیم مشر جیټانند کوهستاني په دې اړه مشال ریډیو ته وویل :

(( واردمخه ددې ځایونو څخه د خلکو کډه کول شورو شوي دي ، نن زمونږ د هولي اوله ورځ ده ، دا په کال کې زمونږ په مذهب کې د خوشالۍ ورځې وي ، په دې ورځ هم زمونږ سره دغه ډول سلوک وشو.زه چارواکو ته خواست کوم چې مهربانۍ وکړئ او په دې سېمه کې لګیدلې اور مړ کړي، په سېمه حالات د خرابۍ په لور روان دي ، زمونږ د هولي تهوار خوشالیانې له یوې خوا په ترپارکر کې د قات له وجې او له بلې خوا د بیګانۍ پیښې له وجې تتې شوي او سږکال دغه خوشالۍ نه نمانځو. ))

جیټانند زیاته کړه د سپځلو پاڼو د توهین کونکي تن د هیندو مذهب سره هیڅ تعلق نشته ، او داسې حرکتونه په سېمه کې داوسیدونکو هیندوانو او مسلمانانو ترمنځ د اختلاف جوړولو سازش دی . هغه زیاته کړه ددوي د مذهب منونکي د ټولو مذهبي کتابونو د زړه له تله قدر کوي او د هغې د بې احترامۍ سوچ هم نشي کولې .
XS
SM
MD
LG