د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر یو کال وروسته هم پاکستان چیکۍ نجونه خوشې نه کړای شوې


په پاکستان کې د چیکۍ نجونو د تښتول کېدو نن یو کال پوره شو.

د چیک جمهوریت دا دوې سېلانۍ نجونه د تېر کال د مارچ پر دیارلسمه نېټه د پاکستاني بلوچستان په نوکنډي سیمه کې نامالومه وسله والو تښتوولې وې.
د بلوچستان د کورنیو چارو سیکرټري اسد ګېلاني د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی تر اوسه په دې اړه هیڅ مالومات نه لري چې دا نجونه چېري دي.
د چيک جمهوريت دا دوې سیلانۍ نجونه هانا همپالوا او انتوني خراستيڅکا په یو مسافر بس کې له ایرانه کوټې روانې وې چې نامالومو وسله والو وتښتولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG