سعدي چې په ۲۰۱۱ م کال کې د ناټو له خوا د خپل پلار د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته ګاونډي نیجیر ته تښتیدلی و، لیبیا یې د بیرته ورسپارلو غوښتنه کړې وه.
سعدي چې یو سوداګر او مسلکي فوټبالر دی، د خپل ورور سیف الاسلام برعکس يې د جرايمو نړیوال عدالت د ورسپارلو غوښتنه نه ده کړې خو لیبیا ویلي، غواړي سعدي د هغو تورونو په خاطر محاکمه کړي چې وایي، کله چې دی د فوتبال د فېډرېشن مشر و، د زور او وسلې له لارې یې له شمتنیو ناوړه ګټه اخیستې ده.