د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېری:د افغانستان راتلونکی ولسمشر به امنیتي تړون لاسلیک کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر به د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي سند لاس لیک کړي، چې تر مخې به یې د روان کال نه پس په افغانستان کې امریکايي ځواکونه پاتې شي.


جان کیري د شورو په ورځ په واشنګټن کې وویل: که ولسمشر کرزی نه وای نو دوی به نن په یو بل دریځ ولاړ وای.

امریکا د ولسمشر کرزي لخوا د یاد سند په نه لاس کیدو خواشیني ښکاره کړې ده. کیري وویل د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو اکثرو نوماندانو دوی ته باور ورکړی چې امنیتي سند به لاس لیک کړي. په افغانستان کې د اپریل په ۵ مه نیټه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي.

په هم دې حال کې د ناټو مشر ایندریس فوغ راسموسین هم د شورو په ورځ په برسلز کې وویل: هغه نه ګڼي چې ولسمشر کرزی به دا سند لاس لیک کړي، خو دوی به په دې ډاډ چې نوی ولسمشر به دا سند لاس لیک کړي، د پوځونو د ګمارلو لپاره پلان جوړ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG