د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین: د ولسمشر یانووکوېچ د نیونې امر


ویکټور یانوکووېچ
ویکټور یانوکووېچ

د یکشنبې (یا اتوار) په شپه تورشېنوف په ټیليوېژني وینا کې وویل، د ده لومړیتوب به اوکراین له وېشلو راګرځول وي:

د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو تګلارې مشره کترین اشټن پر داسې وخت د اوکراین پر سفر ده چې په تېرو درو ورځو کې په هغه هیواد کې لوی بدلونونه راغلي دي. د هیواد پارلېمان ولسمشر ویکټور یانوکووېچ له دندې لرې کړ، د اپوزیشن یو مشر الېکساندر تورشېنوف یې د پارلېمان مشر (یا سپیکر) وټاکه، او بیا یې تورشېنوف لنډ مهالی ولسمشر او وزیر اعظم وټاکه.


نوموړي پر پارلېمان غږ کړی دی چې تر سبا دې پر ملي یووالي ولاړ حکومت سلا شي.

د یکشنبې (یا اتوار) په شپه تورشېنوف په ټیليوېژني وینا کې وویل، د ده لومړیتوب به اوکراین له وېشلو راګرځول وي:

((دا مهال زموږ لومړۍ دنده د جګړې پای ته رسول، د کنټرول تازه کول، همکاري او په هیواد کې د قانون واکمني ده. ټول ځانګړي ځواکونه او کورني سرتېري خپلو مرکزونو ته استوو. د سولې او نظم پر ځای کول او د ډلو سالارۍ مخه نیول [زموږ کار دی.] موږ باید د بېلتونپالۍ او د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ګواښونو ته سخت ځواب ووایو.))

تورشېنوف پر دې خبرې ټینګار وکړ چې له روسیې سره به ښه اړیکي ساتي.

هلته د لرې کړل شوي ولسمشر وېکټور یانوکووېچ د نیونې امر هم خپور شوی دی. پر هغه د خلکو وژنې تور دی.

دا خبر، د کورنیو چارو لنډ مهالي وزیر ارسېن اواکوف د فېسبوک پر پاڼه خپور شوی دی.

د اوکراین د مالیې لنډ مهالي وزیر یوري کولوبوف د دوشنبې پر ورځ وویل، هیواد یې د ۳۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو تګلارې مشره کیترین اشټن د مالي او اقتصادي ستونزو د هواري اقداماتو په اړه له اوکراینیو مشرانو سره خبرې کوي.

د روغتیا وزارت وايي، د تېرې اوونۍ په ناکرارۍ کې له ۸۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG