د يوکراين ولسمشر په هيواد کې د امن پرځای کولو او د خونړي سياسي بحران د ختمولو لپاره يو قرارداد علان کړی ، په دی بحران کې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړوېدلې ده .
په خپله ويب پاڼه يو بيان کې ويکټر يانو کويچ ويلي چې په هيواد کې به د ولسمشرۍ انتخابات له وخته مخکې وي خو نوموړی کومه خاص نيټه نه ده ښودلې.
نوموړي دا هم وويل چې هغه به د یوه متحد حکومت د جوړیدو په پروسه کار پيلوي او په ملک کې به د ۲۰۰۴ ايين بحالوي چې دارنګ د ولسمشر اختيارات راکم کړي.
له دی وړاندې سخت دریځه حکومت ضد مظاهره کوونکو په کییف کې ويلي وو چې دوي تر ډسمبر پورې انتخاباتو ته صبر نه شي کولې.
دوی د یانوکویچ د سمدستي استعفی غوښتنه کوي او د هغه محاکمه غواړي. د دغو مظاهره چيانو په وینا ولسمشر باید په عدالت کې د هغو څه باندې اویا کسانو د وژلو ځواب ووایي چې د تیرو دریو میاشتو د مظاهرو په ترڅ کې وژل شوې دي.