افغان طالبانو د ولسمشرۍ لپاره د ولاړ عبدالله عبدالله پر کاروان په کابل کې د شویو ډزو پړه منلې ده.
د عبدالله عبدالله د کیمپېن یوه ویاند فضل الرحمان اوریا بېګا مشال راډیو ته وویل چې په دې برید کې مرګ ژوبله نه ده شوې.د وسله والو طالبانو ویاند ادعا کړې ده چې په دې برید کې د عبدالله عبدالله درې ساتونکي وژل شوي او یو شمېر ټپي شوي دي. دا برید پرون د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هغه وخت وشو چې عبدالله عبدالله له ننګرهاره ستنېده.