د لاسرسي ځای

تازه خبر

وردګو کې د اسلامي حزب او طالبانو تر منځ نښته شوې



د ميدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو او د اسلامي حزب د وسله والو تر منځ په نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي، او د اسلامي حزب درې تنه ټپيان شوي دي.


د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، نښته د نرخ ولسوالۍ په دادل سيمه کې شوې ده.

دی وايي، په دې سربېره، د سيداباد په تنګي دره سيمه کې هم پر وسله والو طالبانو باندې هوايي بريد شوی دی چې پکې دوه تنه طالبان وژل شوي دي دي.

طالبان وايي، نښته شوې، خو د اسلامي حزب له وسله والو سره نه، بلکې له سيمه‌ييزو پوليسو سره يې بولي.

د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې تر دې وړاندې د اسلامي حزب د وسله والو او طالب وسله وال تر منځ نښتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG