ټاکل شوې وه چې په جنيوا کې د شام د سولې د مزاکراتو د دوايم پړاو په ترڅ کې نن (شنبه )په اخرۍ ورځ خبرې اترې کيږي خو دواړ خواو پرون ويلي وو چې د سولې خبرې نورې پرمخ نه شي تللې.
د شام اپوزيشن وفد غواړي د دی هيواد د ولسمشر بشالاسد د لرې کېدو په اړه بايد خبرې وشي خو حکومتي استازې د ترهه ګرۍ له منځه وړلو باندې د مزاکراتو په کولو ټنګار کوي. د شام لپاره نړيوال استازې لخضر براهيمي د دواړو خواو سره ملاقاتونه کوي.
د شام فعالان وایي، پرون په جنوبي کلي یادودا کې د موټر بم په چاودنه کي ۳۲ کسان وژل شوي دي. په خبري راپورونو کې ویل شوي، چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د جمعې مانځه له اداکولو وروسته له جومات څخه د وتلو په حال کې وو.