د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان طالبان دې د سولې لاره ونیسي"


په کندهار کې نن (جعمه) د دیني عالمانو سترې غونډې پر افغان طالبانو ږغ وکړ چې د پاکستاني طالبانو په څير د مذاکرو او سولې لاره ونیسي.


په دې غونډه کې یوه دیني عالم وویل: "زموږ او ستاسې لپاره په کار ده چې جنګ بس کړو او نور خپلې خویندې اومیندې ونه ځوروو."

د مشال راډیو خبریال له کندهاره په رپوټ کې وايي چې په کندهار کې دیني عالمانو را روان انتخابات ډير مهم بللي او پر خلکو یې غږ کړی چې ګډون په کې وکړي.

دوی همدا راز د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې په مذاکرو کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG