د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغانستان هڅوي چې امنیتي تړون لاسلیک کړي


سپینه ماڼۍ وایي،امریکا افغانستان هڅوي چې دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي،څو امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.


د سپینې ماڼۍ ویندوې جې کارني وویل، متحده ایالات له دغه تړون پرته نه شي کولای په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د پاتې کیدو لپاره پلانونه جوړ کړي:

"که امنیتي تړون لاسلیک کیږي او که نه کیږي، د موجودو احتمالاتو په اړه باید پلان جوړ شي.

په روان کال کې چې وخت په تیریدو دی، له ۲۰۱۴ کال وروسته د عسکرو د پاتې کیدو په اړه پلان نور هم سختیږي."


د سپیني ماڼۍ ویاند دغه راز وویل، چې واشنګټن له کابل سره له اوږدې مودې پر دې موافقې ښې خبرې کړي او موږ نور پرې خبرې نه کوو.

هغه دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه، چې د امریکا د ملي استخباراتو رييس وویل، هیله نه لري چې ولسمشر کرزی دې موافقه لاسلیک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG