د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د صوفیانو پر دربار برید اته کسان وژلي دي


په کراچۍ کې د صوفیانو پر یو استانه برید شوی چې اته کسان په کې وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.

د پولیس چارواکي وایي ، دا پېښه د یکشنبې په ماښام د کراچۍ په بلدیه ټاون کې هغه وخت وشوه چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د جلالي بابا په نامه مشهوره هغه استانه باندې برید وکړ چې د یکشنبې په ورځ په کې د ذکر محفلونه جوړېږي.

د بلدیه ټاون د پولیسو مشر ساجد امیر سدوزي تر پېښه وروسته خبریالانو ته وویل چې وسله والو لومړی په استانه کې پر ناسو خلکو د لاسي بم برید او ورپسې ډزې کړې دي.

پولیس وايي ، برید کوونکي تر پېښه ورسته په تېښته کې بریالي شوي دي.

په کراچۍ کې د صوفي مکتبه فکر سره تعلق لرونکو ډلو دا پېښه په کلکه غندلې ده.

چا تر اوسه د دې پېښې پړه نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG