د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په فراح کې اووه افغان عسکر وژل شوي دي


د افغانستان په جنوبي ولایت فراه کې د سړک پر غاړه ښخ شوي بمي اووه افغان عسکر وژلي دي.

د دې هیواد د دفاع د وزارت ویاند ظاهر اعظیمي ویلي ، د فراه ولایت په ( دل ارام ) ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دې پرونۍ چاودنه کې نور عسکر په جدي توګه نه دي ټپي شوي.

هغه د دې چاودنې په اړه له نورو مالومات ورکولو ډډه وکړه. تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.

افغان چارواکي د داسې بریدونو پړه پر طالب وسله والو اچوي. وسله والو طالانو په دې وروستیو میاشتو کې پر پوځي او ولسي هدفونو بریدونه زیات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG