د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د بګرام زندان چارې د کورنیو چارو وزارت ته سپاري


افغان حکومت د هیواد د نورو جېلونو غوندې د بګرام زندان چارې هم د کورنیو چارو وزارت ته سپاري.

تېره ورځ په ارګ کې د ولسمشر حامد کرزي په ګډون په جوړه شوې غونډه کې د هغې کمېټۍ د کار جاج واخیستل شو چې د بګرام زندان په اړه د څېړنې لپاره جوړه شوې وه.

په غونډه کې د دې کمیټې کار مثبت وبلل شو او یادونه وشوه چې د هیواد د نورو جېلونو په څېر د بګرام زندان چارې هم د کورنیوچارو وزارت ته سپارل کېږي.

غونډې سپارښتنه وکړه چې د بګرام زندان د پاتې بندیانو مقدمې هم باید د هېواد د عدلي او قضايي ادارو له خوا وڅېړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG