د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د ترهګرۍ ضد ځواک به ژر کار پیل کړي


د خيبر پښتونخوا حکومت وايي دوی د ترهګرۍ ضد يو ګډ ځواک يا اينټي ټيرر فورس به د دې مياشتې تر آخره پورې به د امن ټينګ ساتلو او ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لړ کې خپل کار شروع کړي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پرويز خټک نن مشال ريډيو ته وويل ، په دې کې به د پوځ د پخوانیو کسانو په ګډون ټول دوه نیم زره کسان شامل وي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې پيښور کې شيعه ګانو د يوې مظاهرې د لارې د خيبر پښتونخوا پر حکومت نيوکې وکړي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره يې هيڅ نه دي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG