د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله ویکتوریا نولاند نن (ورځ) کیف ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره ویکټوریا نولینډ نن په اوکراین کې له جمهوریت پلوه مظاهره کوونکو سره د واشنګټن ملاتړ ښودو لپاره کیف ته ځي.


نولینډ دا سفر تر هغې وروسته کوي چې د دوشنبې (یا ګل) پر ورځ، امریکا له اروپايي ټولنې سره د اوکراین لپاره د ممکنه مالي مرستو په اړه د خبرو کولو پخلی وکړ. مسکو پرون خبرداری ورکړ چې اوکراین ته د ۱۵ اربه ډالرو د اقتصادي ژغورنې وړاندیز د ولسمشر وېکټور یانوکووېچ له مسکو سره، د کیف له مخکینۍ ژمنتیا سره تړلی دی.

کرېملېن د دې پیسو ورکولو ژمنه تر هغې وروسته وکړه چې یانوکووېچ له روسیې سره د ښو اړیکو په خاطر، له اروپايي ټولنې سره د نېږدې اړیکو تړون رد کړ.

په عین وخت کې د کیف اپوزیشن مظاهره کوونکي وايي، دوی به د پارلېمان نننیو غونډو دباندې ولاړ وي او د هیواد په اساسي قانون کې به د بدلون غوښتنې جاري ساتي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشرې کیترین اشټن پرون په کیف کې وویل، د اوکراین بحران هواري لپاره باید ((لا ډېر کار)) وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG