د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام لپاره د ملګرو ملتونو استازی د نړۍ له مشرانو سره ویني


د شام لپاره نړیوال استازی لخضر براهیمي نن د نړۍ له مشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او دفاع وزیرانو سره د ميونخ په امنیتي کنفرانس کې لیده کاته کوي.

براهیمي تر هغه یوه ورځ وروسته جرمني ته تللی دی چې د جینوا امن دويمې په نامه د يوې اونۍ غونډه د شام د کورنۍ جګړې د ختمیدو پر لور له کوټلي پرمختګه پرته پای ته ورسېده.

د سپينې مانۍ وياند جي کارنې پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته د جینوا دوايم امن کانفرنس په اړه وويل”[د اوباما] انتظاميه پر دې عقيده لري چې په جنيوا کې سره راغونډېدل مهم وو، څو يوه پروسه پيل شي. فکر کوم، لکه ما او نورو چې ويلي، هېچا د دې پروسې د پيل تمه نه درلوده، دوى توقع درلوده چې دغه پروسه به پېچلې او ستونزمنه وي

لخضر براهیمي غواړي چې د ميونخ په غونډه کې د خپل هغه وړاندیز لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي چې دی یې د شام د جګړې د پای ته رسیدو لپاره لري،.

ټاکل شوې ده چې د شام د حکومت او اپوزيشن استازي د فروري پر لسمه بیا خبرو ته سره کښیني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG