د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د یو موټي افغانستان ملاتړ به جاري ساتو"


د متحده ایالاتو امریکا ولسمشر براک اوباما
د متحده ایالاتو امریکا ولسمشر براک اوباما

که افغان حکومت هغه امنیتي تړون چې موږ يې په اړه خبرې کړي دي لاسلیک کړي، نو له ناټو سره یو ځای به یو کم شمېر امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاته شي."

د متحده ایالاتو امریکا ولسمشر براک اوباما وايي؛ د سږني میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیږي. او له خپلو متحدانو سره یو ځای به خپل ماموریت بشپړ کړي.


د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې وویل:

"له ۲۰۱۴م کال وروسته به کله چې افغان ځواکونه د خپل هېواد امنیتي مسوولیتونه سمبالوي؛ متحده ایالات به د یو موټي افغانستان چې د خپل راتلونکې مسولیت به پر غاړه اخلي؛ ملاتړ وکړي.

که افغان حکومت هغه امنیتي تړون چې موږ يې په اړه خبرې کړي دي لاسلیک کړي، نو له ناټو سره یو ځای به یو کم شمېر امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاته شي."

د ولسمشر اوباما په وینا دا سرتیري به د افغان ځواکونو د روزنې؛ د هغوی ملاتړ او د القاعده د پاتې شونو پر ضد د مبارزې ماموریت پر مخ وړي.

ملت ته په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر وویل؛ د یو څه وخت لپاره به له افغانستان سره د امریکا په اړیکو کې بدلون راشي؛ خو یو څه به هم نه بدلیږي او هغه زموږ اراده ده، چې بیا به ترهګر پر امریکا حمله نه کوي.

د القاعده شبکې په اړه د امریکا ولسمشر وویل؛ په داسې حال کې چې د دې شبکې مشرتابه د ماتې په حالت کې ده؛ بیا هم خطر پر ځای پاته دی.

د براک اوباما په خبره، له دې شبکې سره تړلو وسله والو ډلو په نورو سیمو لکه سومالیا، یمن، عراق او مالې کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

نوموړي د داخلي اقتصادي مسایلو او مهمو موضوعاتو په اړه د څرګندونو سربیره د ایران د اټومي لانجې، په سوریه کې د روانې جګړې او په اوکراین کې د سیاسي بحران یادونه هم وکړه.

ولسمشر اوباما یو ځل بیا د ګوانټانامو زندان د تړولو ژمنه وکړه.
XS
SM
MD
LG