د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند په نومیشت ولسوالۍ کې چاودنې شپږ کسان وژلي


د افغانستان د هلمند ولایت په نومیشت ولسوالۍ کې د سړک د غاړې يو ماين چاودنې شپږ عام کسان وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون ماښام هغه مهال وشوه چې د ولسي کسانو موټر د سړک په مینځ کې پر ښخ شوي ماين برابر شو.

هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې ديارلس کسان نور هم ژوبل شوي دي.

نوميشت د هلمند په شمال کې نوې جوړه شوې ولسوالي ده. تر اوسه چا د دې پېښې پړه نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG