د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اکراین کې د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ نښتې وشوې


د اکراین په مرکز کییف کې تېره شپه د حکومت ضد مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ نښتې وشوې.

قهروړیو مظاهره کوونکو پر پولیسو کاڼي وویشتل او اور بلونکي بمونه یې پرې واچول.

د بغاوت ضد پولیسو په ځواب کې اوښکي بهونکی ګاز وشینده. داسې راپورونه خپاره شوې دي چې؛ د پولیسو او مظاهره کوونکو په منځ کې ځیني کسان ژوبل شوې دي.

پرون د اکراین ولسمشر ویکټور یانوکوویچ ژمنه وکړه چې؛ په حکومت کې بدلون راولي. یانوکوویچ همداراز وویل چې؛ دی به د سې شنبې په ورځ د پارلمان په ځانګړې غونډه کې د حکومت ضد مظاهرو په سخت قانون کې تعدیل راولي. خو د اپوزسیون مشر ویتالي کلیچکو وویل چې؛ د لارو کوڅو د مظاهرو د پای ته رسیدو تر ټولو غوره لاره دا ده چې یانوکویچ له ولسمشرۍ استعفی وکړي.

په عین وخت کې د ولسمشر ګوند دا راپورونه تایید کړل چې؛ په اکراین کې له دوو میاشتو راهیسې روانې مظاهرې اوس د دغه هېواد له مرکزه نورو سیمو ته هم خپرې شوې دي، په ځانګړې ډول د اکراین لویدیځ لور ته چې هلته خلک د اروپایي ټولنې پلوي کوي.

مظاهره کوونکو د مرکز کییف یو شمېر مهمې سیمې لاندې کړې دي. پرون یې د کرڼې وزارت ودانۍ وروسته تر دې ونیوله چې؛ د پنجشنبې په شپه د ولسمشر او اپوزسیون تر منځ خبرې ځنډنۍ شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG