د شام لپاره د ملګرو ملتونو استازي په هغه هیواد کې په جګړه کې د ښکېلو ډلو له استازو سره خبرې کړې دي چې د سولې خبرو لپاره زمینه برابره شي.
رپورټونه وايي چې لخضر براهیمي پرون د سوېس په ښار جینیوا (ژنیو) کې جلا جلا د حکومت او اپوزیشن له پلاویو سره خبرې وکړې.
په سمدستي ډول د دې خبرو په اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي. ټاکل شوې چې حکومت او اپوزیشن به نن له یو بل سره مخامخ خبرې وکړي.
د چارشنبې پر ورځ چې [د سولې] غونډه پیل شوه نو دواړه خواوې په سختۍ پر خپل دریځ پاتې شوې.
اپوزیشن او ملاتړي یې وايي، ولسمشر بشار الاسد باید له څوکۍ لرې شي چې د لنډ مهالي حکومت جوړولو ته لار هواره شي.
د اپوزیشن ملاتړي غربي او عربي هیوادونه او ترکیه دي. خو حکومت دا خبره په غوڅه رده کړه او وايي، د اسد رژیم د استعفا اراده نه لري.