د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما د کابل په وزیر محمد اکبر خان کې وروستۍ ځانمرګې حمله وغندله


یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د تیرې شپې حمله چې یوویشت تنه په کې مړه او دوه ټپیان شول، وغندله.


د یوناما ویاند ظیف الله سالارزي مشال راډیو ته وویل چې؛ په دې پيښه کې د ملګرو ملتونو د سازمان څلور تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

سالارزي وویل، د ملګرو ملتونو د وژل شویو مامورینو په هکله نور معلومات ور نه کړل.

په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې تیره شپه وسله والو طالبانو د لبنانیانو په یو رسټورانټ حمله وکړه چې؛ دیارس تنه بهرنیان او اته تنه افغانان په کې ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG