په نوي ډیلي کې نن د "اسیا زړه هیوادونه" په نوم نړیواله غونډه کې د افغانستان د سولې پر پروسه، د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز د انتقال پر پروژه "ټاپي او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو خبرې روانې دي.
د غونډې اصلي موضوع د انرژۍ امنیت دی او د افغانستان د حکومت یو هیات هم ورغلی دی.
په دې نړیواله غونډه کې د امریکا، اروپايي اتحادیې، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په ګډون د سیمې د هیوادو او د یو شمیر نړیوالو سازمانواستازي برخه لري.
په هند کې دافغانستان سفارت نن مشال راډیو ته وویل چې؛ د غونډې برخوالو ته به په افغانستان کې د امنیت، د سولې د پروسې او را روانو انتخاباتو په اړه معلومات ورکړي څو د نړیوالو اندیښنې لرې شي او د نړیوالو اقتصادي پروژو د پيل لپاره عملي ګامونه پورته شي.