د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب: پر یوه ریل ګاډي چاودنې ۳ تنه وژلي او ۱۵ ټپیان


پاکستاني چارواکي وايي، چې د پنجاب ایالت په راجنپور سیمه کې نن (جمعه) پر یوه ریل ګاډي چاودنه کې درې تنه ووژل او پينځلس تنه زخمیان شول.


چاودنې د ریل ګاډي اوه ډبې تخریب کړې دي.

دا لا نده څرګنده شوې چې بم د ریل په ډبه کې و یا د ریل ګاډي پر پرټلۍ ځای پر ځای شوی و.

د خوشحال خان خټک اکسپرس په نوم دا ریل ګاډۍ له پيښوره د کراچۍ ښار ته روان و.

په پيښه کې د متاثره شویو خلکو د ژغورنې چارې روانې دي. د پيښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د پنجشنبې په ورځ د پېښور په شمال کې د تبلیغیانو په یوه مرکز کې چاودنې پینځه تنه ووژل او پنځوس تنه زخمیان شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG