د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینې ماڼۍ له ایران سره د شوې موافقې متن کانګرس ته لېږلی


سپینې ماڼۍ نن د هغې موافقې متن چې له مخې یې له ایران سره په تېره نوامبر میاشت کې د شوې توافق مواد عملي کېږي کانګرس ته واستاوه.


د جنوري په دولسمه نېټه د شوي دې توافق خلاصه مخکې رسنیو ته ورکړل شوې وه. د سپینې ماڼۍ له خوا دا اقدام په واشنګټن کې له هغو انتقادونو وروسته کېږي چې وايي؛ د اوباما ادارې دا موافقه پټه ساتلې ده.

د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون وویل، د اټمي انرژۍ نړیواله اداره IAEA غوره ګڼي چې د دې موافقې تخنیکي جزییات محرم وساتي. IAEA ته دنده سپارل شوې وه چې دا خبره یقیني کړي چې ایران پر خپلو ژمنو عمل کړی.

په توافق کې راغلي دي چې د جنوري له شلمې نېټې راهیسې ایران د شپږو او اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت د بندیزونو د یوې برخې د فسخ کولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام په اړه شفافیت ته، له یوې ورځې بلې ته او په بې ساري ډول ځان ژمن بللی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG