د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان عدالت پر مشرف د غدارۍ مقدمه تر سبا ځنډولې ده


په اسلام اباد کې جوړ ځانګړي عدالت د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف پر ضد له هیواد سره د خیانت یا غدارۍ مقدمې اورېدنه تر سبا ځنډولې ده.


نن د پنجشنبې پر ورځ چې اورېدنه پیل شوه نو د ناروغۍ له کبله پروېز مشرف بیا عدالت ته نه وو تللی.

د قاضي فیصل عرب په مشرۍ جوړ عدالت امر ورکړ چې د غرمې تر ۱۲ بجو دې پروېز مشرف عدالت ته په امبولانس کې وروړي.

پر دې سربېره هم نوموړی عدالت ته حاضر نه شو. اوس به درې بجې عدالت د پروېز مشرف د نه حاضرېدو په ضمن کې یوه فیصله اوروي.

د اورېدنې تر ځنډېدو وروسته د پروېز مشرف وکیل احمد رضا قصوري خبریالانو ته وویل، د مشرف پر ضد جوړ عدالت غیر اییني دی.

ده وویل، دا عدالت نواز شریف پخپله جوړ کړی دی. قصوري زیاته کړه چې د دې عدالت مشر قاضي فیصل عرب په انتخاباتو کې هم د نوماند په توګه مشرف رد کړی وو. نو اصلاً دا عدالت یو اړخیزه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG