د لاسرسي ځای

تازه خبر

استاد محمد صدیق پسرلی خاروته وسپارل شو


د پښتو ژبې مخور شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي مړی نن د چارشنبې پر ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.


د استاد پسرلي جنازه د کابل عیدګاه لوی جومات کې وشوه.

د ارواښاد پسرلي جنازې ته د هېواد له بېلابېلو برخو د ادب ګڼ مینه وال او چارواکي ورغلي وو.
د استاد پسرلي مړی د کابل شهداء صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

خاورو ته د استاد پسرلي د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر غلام نبي فراهي ژمنه وکړه، چې د استاد پسرلي ناچاپ ادبي ټوټې به چاپ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG