د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنکټن او کابل د بګرام زندان د ۸۸ بندیانو په اړه خبرې کړي


سپينه ماڼۍ وايي، امريکايي چارواکو له بګرام زندان څخه د هغو بنديانو پر خوشې کېدو چې واشنګټن يې امن ته خطرناک ګڼي، له خپلو افغان متحدانو سره خبرې کړي.


د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني په دې اړه د امريکا اندېښنه جدي وبلله:

”موږ د هر هغه بندي د خوشې کېدو په اړه ډېر اندېښمن يو؛ چې ښايي امريکايي ځواکونو ته ګواښ پېښ کړي.“

د پنج شنبې په ورځ د جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې د ولسمشر کرزي له قوله وويل شول چې د بګرام زندان د ۸۸ بنديانو له ډلې د ۷۲ تنو په اړه داسې اسناد نه شته، چې د دوى جرم ثابت کړي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې ۱۶ تنه بنديان به تر هغو پورې په بند کې وي؛ چې دوسيې يې په بشپړه توګه څېړل شوې نه وي.

د امريکا درېيو سناتورانو تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې خبردارى ورکړ؛ چې د بګرام زندان د ۸۸ بنديانو خوشې کېدل به، د افغانستان او امريکا په اړيکو کې د شاتګ يو بل ګام وي.
XS
SM
MD
LG