د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې چاودنې دوه تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي


د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له قوله وايي چې دغه چاودنه نن شاه وخوا يوولس نيمې بجې د جلال اباد ښار جنوبي څنډې ته د مولوي خالص فاميليو کې په يوه کور کې رامنځته شوې چې دوه تنه نارينه يې وژلي او يوه ښځه او يو تن ماشوم يې ژوبل کړي دي.

عبدالزي وايي چې د پيښې نوعيت لا څرګند نه دی خو په اړه يې پلټنې رواني دي.
د پيښې پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده احيستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG