د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې دوام لري


ټاکل شوې ده چې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو تر منځ د مهم ایټمي تړون د عملي کولو د پلان په اړه خبرې اترې نن د جمعې په ورځ هم دوام ولري کوم.

دا خبرې اترې د ایرانیو ، اوروپايي ټولنې او امریکايي چارواکو ترمنځ په جنېوا کې کېږي. دا چارواکي به د هغه پلان د عملي کولو پر لارو چارو خبرې کوي پر کوم چې په نومبر کې په هم دې ښار کې هوکړه شوې وه.

د دې پلان له مخې به ایران په ځینې بندیزونو کې د نرمۍ په بدل کې خپل ایټمي فعالیتونه محدودوي.

د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنايي د پجشنبې په ورځ وویل چې ایټمي خبرو اترو له ایران سره د امریکا دښمنې په ډاګه کړېده.

د ایران استازي هیله ښودلې چې پاتې تخنیکي مسلې به هم د دې روانو خبرو اترو په ترڅ کې هوارې شي.

بل پلو د روس ولسمشر ولادمیر پوټین او د هغه ایراني سیال حسن روحاني په ټلیفون کې د دې پلان د عملي کولو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG