د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرعلي بازار تجاران د بمباریو تاوان غواړي


د شمالي وزیرستان د تجارتي ټولنې چارواکي وايي چې حکومت دي دوی ته د میرعلي په بازار کې د بمباریو له کبله د شوي نقصان معاوضه ورکړي.

د یادې ټولنې غړي وايي چې د میر علي په بازار کې د پاکستاني پوځ د بمباریو په نتیجه کې د دوی مارکېتونه وران شوي او مالونه یې سوځېدلي دي.

د ټولنې مشر زین الله مشال راډیو ته وویل چې حکومت دي نوې ابادي نه جوړوي خو دوی ته دي د رسېدلي زیان ازاله وکړي.

د یادونې وړ ده چې په تېره میاشت کې د شمالي وزیرستان پر میرعلي بازار پاکستاني پوځ بمباري کړې وه چې د ځايي خلکو په وینا د لسګونو عام خلکو د وژل کېدو تر څنګ په کې د میلیونو روپیو مالي تاوان هم شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG