د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پولیسو یوه درې کسیزه ځانوژونکي ډله نیولې


د ملي امنیت عمومي ریاست وایې، یوه درې کسیزه ځانمرګي ډله یې نیولې، چې د دې ریاست پر ولایتي مرستیال ډاکټر ضیا یې د انتحاري حملې نیت درلود.


د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر وایې، دا درې کسه د کابل په اولسمه ناحیه کې له یوې اندازې وسلو او چاودیدونکو موادو سره نیول شوي، خو د نیول کېدو د وخت په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

سرچېنه وایې، دې کسانو اقرار کړی چې په پيښور کې د طالبانو د یوه نامتو قومندان مولوي اسماعیل له خوا دې کار ته ګمارل شوي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG