د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د بشري حقونو کمیسون د مېرمنو د حقونو په اړه اندېښنه ښودلې



د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون نن اندیښنه څرګنده کړه چې له دې هیواده د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به د ښځو حقونه په پراخه اندازه تر پښو لاندې شي.

ددې کمیشن مشرې سیما سمر رویټرز خبري اژانس ته د اتوار په ورځ وویل چې په تیر ۲۰۱۳م کال کې د افغان ښځو خلاف زور زیاتی او تاوتریخوالۍ زیات شوی.

د هغې په خبره د ښځو د پوزې،او غوږونو د پرې کولو ترڅنګ پر هغوي د جنسي تیري پیښې هم ثبت شوي دي.

د افغانستان د بشر ي حقونو کارکونکي بیا وایې د زاړه رواجونه او د ښځو د حقونو په اړه د قوانینو نه عملي کیدل ،د تاوتریخوالي لوی وجوهات دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG