د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو طالبانو د کابل پرونی برید ومانی



وسله والو طالبانو نن ومنله چې په کابل کې د ناټو پر یوه پوځي قافله تیره ورځ دوی برید ترسره کړی و.

دناټو لخوا نن په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي : په کابل کې ددوې اډې ( ایګرز) مخې ته تیر ماښام بمي چاودنه شوې خو څه زیان یې ندی رسولی.

خو طالبانو ادعا کړي چې په دې چاودنه کې یې نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په کابل کې د تیرې شپې چاودنه په داسې سیمه کې شوې چیرته چې د ګڼ شمیر اروپايي هیوادونو سفارتونه دي.

پرون په ننګرهار کې هم د ناټو په یوه پوځي اډه په وسلوال برید کې یو نړیوال عسکر وژل شوی و. د دغه ولایت چارواکي وايې د پوځي اډي مخې ته یوه موټر بمي چاودنه وشوه، او ګڼ شمیر وسلوالو په دغه اډه برید وکړ. چارواکي دا هم وایې په دغه برید کې یي ټول پنځه حمله کونکي وژلي دي. طالبانو د دغه حملې پړه منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG