د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د طالب وسله والو څو ډلې د سولې له بهیر سره یو ځای شوې


افغان چارواکي د هېواد په درېیو ولایتونو کې د سولې له بهیر سره د وسله والو طالبانو د څو ډلو د یوځای کېدو خبر ورکوي.


د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه بیان کې وايي، د ملارحمت الله، ملاجانان، ملاخشکیار او صابر په مشرۍ د څلورو ډلو پنځه ویشت وسله وال چې له شپږو کلونو راهیسې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې فعال وو، د سولې له بهیر سره یوځای شوي.

په بیان کې همداراز راغلي چې؛ مولوي ګل آقا له خپلو دولسو وسله والو سره د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې او قوماندان بهادر له خپلو وسله والو کسانو سره د ننګرهار په مهمنددرې ولسوالۍ کې د حکومت د سولې له پروګرام سره یوځای شول.

د ملي امنیت عمومي ریاست په خپل بیان کې وايي چې؛ د سولې له بهیر سره د دې ډلو یوځای کېدو په اړوند ولایتونو کې تروریستي فعالیتونه کم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG