د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ولګاګراد چاودنو قربانیان خاورو ته وسپارل شول


د روسیې په ولګاګراد کې د دوو ځانمرګو حملو لومړي قربانیان خاورو ته سپارل شوي دي.

د وروستیو مراسمو لپاره سخت امنیتي انتظامات شوي ول. نن ۲۹ کلن سېرګې ناليبېکو او ۲۷ کلن لیونېد سوشوف د ښار په هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول. د دوو نورو کسانو وروستي مراسم به سبا کېږي. تر دې مخکې روسي چارواکو وویل، د اتوار او پرونۍ ورځو په دوو ځانمرګو حملو کې د وژل شویو شمېر نن ۳۴ ته رسېدلی دی. چارواکو خبرداری ورکړ چې د ځینو ژوبلو روغتیايي حالت خراب دی. تر دوو ځانمرګو حملو وروسته روسي چارواکو د ولګاګراد کوڅو او ښاري ټرانسپورټ امنیت لپاره شا و خوا ۵۲۰۰ پولیس او د کورنیو چارو وزارت سرتېري ځای پر ځای کړي دي. له دې سره د کوساک رضا کاران په کوڅو کې ګزمه هم کوي. تر پېښو وروسته په ښار کې شا و خوا ۸۷ کسان ځکه نیول شوي دي چې یا خو یې ګرفتاري نه ورکوله او یا هم ورسره قانوني اسناد نه ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG