د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روس کې چاودنې څوارلس تنه وژلي دي


د روس چارواکي وايي چې په جنوبي ښار ( ولګاګ راد ) کې به یو بس کې د شوې چاودنې له امله لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي دي چې یو کلن ماشوم هم په کې شامل دی.

دا چاودنه له هغه یوه ورځ وروسته شوېده چې د هم دې ښار د رېلګاډۍ پر سټېشن یو ځانمرګي برید اولس کسان ووژل.

د روس د څېړنیزې کمېټۍ ویاند ولادمیر مارکین په یو بیان کې ویلي چې د په بس کې په شوې چادونه کې له استعمال له استعمال شوو باردو داسې ښکاري چې د تېرې ورځې ځانمرګی برید او دا ننۍ چاودنه په ګډه توګه پلان شوي وو.

په سم دستي توګه چا د دې پېښو پړه نه ده منلې خو څېړونکي د شمالي کفقاز پر اسلام پالو سخت دریځو شک کوي.

دا چاودنې په داسې وخت کې شوې دي چې په روس کې د ۲۰۱۴م کال د اولمپکس لوبو ته یوازې شپږ اونۍ وخت پاتې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG