د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روس کې ځانمرګي برید اوولس کسان وژلي دي


نن د روس په جنوبي ښار والګا ګراد کې داورګاډو په یو سټیشن باندې د ترسره شوي ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

دوالګا ګراد د سیمه ایز روغتون چارواکي وايي تراوڅه لسګونه ژوبل کسان دوی ته رسول شوي دي. ځايي چارواکي وايي : یوې ښځینه ځانمرګې د والګاګراد داورګاډو په مرکزي سټیشن کې په دروازه کې ځان الوزولی دی.

د والګاګراد ښارواله ایرینا ګوسیوا په دې اړه وايي : د اورګاډي د مرکز د ننوتلو په دروازه کې ، چیرته چې خلک په قطار کې ولاړ وي او د امنیتي دروازې نه تیریږي، چاودنه شوې ده. دې پېښې مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. مونږ د وضعې د نورمالولو هڅه کوو ، خو وضع ځکه هم بحراني ده چې په ژوبلو کې ماشومان هم شته.

په سم لاسي ډول چا د پېښې پړه قبوله کړې نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG