د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګروملتونو د شام حکومت ته وخت ورکړی دی


ملګري ملتونه وایي د شام حکومت به د رواني میاشتي د یو دیرشمی نیټي پوري وخت ولري، چې د دغه هیواده خطرناکې کیمیاوي وسلي وباسي.

په یو بیان کې ملګري ملتونه او د کیمیاوي وسلو د نه کارولو ادرې وییلي، د شام د خطرناکو کیمیاوي وسلو په ختمولو کې یي مهم پرمختګ کړی دی.

او ورسره یي په ولسمشر بشر ال اسد دا غږ هم کړی، چې د دغه کار سر ته د رسولولپاره د نړیوالو د ټاکل شوې نیټي لپاره خپل کوششونه تیز کړي.

په دغه بیان کې د شام د حالاتو د مخ پرخرابیدو په اړه هم وییل شوی دي.

د شام حکومت پر دې رضا شوی دی، چې د راروان کال تر جون میاشتي پوري د نړیوالو څارونکیو لخوا کتل شوي د روس او امریکا د یوې لوظنامې لاندي خپلي کیمیاوی وسلي تلف کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG